سپایس جیټ هندي شرکت بېرته کابل ته الوتنې پیلوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60515
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-01

د سپایس جیټ په نامه یوه هندي شرکت کابل ته یو ځل بیا خپلې الوتنې پیلوي. ددغه شرکت د مرکز لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی تیره میاشت د ځینو امنیتي ملحوظاتو له امله کابل ته الوتنې بندې کړې وې. سرچینې زیاته کړې ، اوس دوی پرېکړه کړې چې سر له نن څخه کابل ته یو ځل بیا الوتنې پيل کړي. دغه شرکت د کابل او ډیلي ترمنځ د شنبې، سه شنبې او پنجشنبې په ورځو الوتنې لري.