په برګمټال کې د افغان ځواکونو او سله والو ترمنځ په نښته کې ۲۶ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60516
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-01

د نورستان والي وایي چې د برګمټال ولسوالۍ په جګړه کې د ښکیلو خواوو او ولسي وګړو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي دي. والي حافظ عبدالقیوم وايي دا جګړه وړمه ورځ د برګمټال ولسوالۍ په پچیګرام سیمه کې پیل شوې وه. هغه زیاته کړې چې لسګونو وسلوالو طالبانو په یاده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي وو. دی وایي په دې جګړه کې ۱۵ وسلوال طالبان ، اوه ولسي وګړي او څلور پولیس وژل شوي دي. خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي چې په دې نښته کې ۱۰ پولیس وژلي او د هغوی ۶۰ میله وسلې یې له ځانه سره وړي دي.