د خوست ولایت امنیتي چارواکي وایي چې بې پيلوټه الوتکې د خوست په علیشرو ولسوالۍ کې د وسله والو په دوو موټرو برید کړی چې، په پایله کې یې ۳ وسله وال وژل شوي. د خوست د امنیه قوماندان مرستیال محمد یعقوب وایي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د دې ولایت د علیشرو په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.