څلور ملکي ګړي په ددولت وسله والو مخالیفینو په برید کې ټپیان شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60520

دخبریدو نیټه : 2014-08-02

 رشادسادات

د لغمان دوالي ویاند وايي  ددولت وسله والو مخالیفینو په لغمان ولایت کې دملکي خلګو پرکور یرید کې څلور ولسي وګړي ټپیان شوي او د وسله والو یو قومندان وژل شوي.

دلغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي ٬ یاد پیښه تیره شپه علیشنګ ولسوالۍ په  قلعه ګۍ سیمې کې د سعدالله پر کور برید کړى دى

 ځواك زياته كړه، په شوې نښتې کې د درېیو مېرمنو په ګډون څلور ولسي وګړي ټپیان شوي

ځواک دغه راز زیاتوي په دغه نښته کې د وزیر په نوم دوسله والو یو قومندان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو لخوا د ملکي خلکو پر کور د برید پېښه ردوي او وایي چې د علیشنګ ولسوالۍ مربوطاتو کې یې پرون ماښام د پولیسو پرپوسته برید کړى، خو د اوښتو تلفاتو راپور په لاس کې نه  لري