په اروزګان کې د ماین چاودنې ۴ قاچاقبران وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60521
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-02

د اروزګان چارواکي وايي چې په دهراوود ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور قاچاقبران وژل شوي دي. د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن حاجي عبدالرازق وايي دا چاودنه تېره شپه يوولس بجې د ولسوالۍ د جغدر په سيمه کې شوې ده. هغه زياته کړه چې د کندهار له سپين بولدک ولسوالۍ څلور قاچاقبر په دهراوود ولسوالۍ کې د يوه بل قاچاقبر کور ته روان وو، چې په ياده سيمه کې پرې چاودنه وشوه. دى وايي چې په دې چاودنه کې څلور واړه قاچاقبر وژل شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.