مات انځور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60642
ډکټر حامد
دخبریدو نیټه : 2014-08-07

 

یو ښکلی شان تصویریی په زړګی دئ را جوړ کړی
څه خوږشان ټنګ ټګوریی په منګی دی را جوړکړی

کوڅه یی کربلا ده جا نان څښی د خلکو وینی
یو پټ غوندی یادګاریی په زړګی دئ را جوړ کړی

په شرنګ شرنګ یی پا ولیو له خماره را بهر کړم
 یو خوږ غوندی سرود یی له بنګړی دئ را جوړکړی

څه ویره د تروږمئ وه د خوبونو په د نیا کی
د شپون ساده دربار یی له ګینګړی دئ را جوړ کړی

همدا وړه د نیا یی له موسکا نه ښکلا اخلی
حامد یی ما ت انځور له ا ننګی دئ راجوړ کړی