باد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60644
سید منتظرشاه
دخبریدو نیټه : 2014-08-07


خوب کې مې ولیدله 
دهماغې کړکۍ خوا کې ولاړه وه
چې د باد پرې لاره وه
یو لاس یې د کړکۍ پر څنډه ایښی و
ناببره یې
باد څڼې د پيکي پلو واړولی
باد لکه زما زړه رپيده
دهغې څڼې خپرولې
څو ځلې یې
په خپلو بلورینو ګوتو راټولې کړی
باد زوره ور شو
زرغون سالو یې له مخه نیکښه شو
موسکۍ شوه
له کړکۍ وګرځیده
راته ویې ویل
خپل شعر دې بشپړ کړه
نه  ویل کیږی
چې نیمګړی پاتې نه شي
احمدشاه بابا مېنه- کابل
۲۹/۳/۱۳۹۳