حجازی نغمی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60678
ډاکټر حامد
دخبریدو نیټه : 2014-08-10

               

تیری حجازی نغمی چی بیا زموږ په کلی شوی
راغلو خدایګو نن مو پر محراب د توربلال آواز

لوټ   چی  تری مغلو په خیبر کی  قافله  کړله
نه را ځی له خا ورو ورته نن مو دخوشحال آواز

نن به شهزادګۍ دخول غمی ته په خندا وایی
پورته به بیا نشی له مړ ستونی د ابد ا ل آواز

چا زموږ د کلی له شپونکی نه شپیلئ ما ته کړه
دا  تپوس  به  نکړی راته  وایی د بنګا ل آواز

بیا می له طواف د تورو زلفو چی انکار وکړو
سا ندی راته وایی په رمزو کی د مهال آ واز

دا ډول مات لوښی د کلا ل په کورکی ډیر شته دي
نه خیژی حا مده ترینه نن مو د جلا ل آ واز