غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60733
موسی حکیمي
دخبریدو نیټه : 2014-08-13


ولي نه، دواړه به زه ږدم په کوګل کي
دا ستا زړه به لکه زړه ږدم په کوګل کي

دا لا هم که څه تاوان وي، زما خوښه
تور خنجر به دي باڼه ږدم په کوګل کي

عشق خوښي وي، که غمونه او دردونه
ما منلي ستا هرڅه ږدم په کوګل کي

دغه راز که دي څرګند کړم، یو د میني
بې تا نور څه، نور څه نه ږدم په کوګل کي

لېونیه،  لېونیه موسی هلته.............
ستا دیدن ته به لېمه ږدم په کوګل کي