غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60811
حمدالله حلمیار
دخبریدو نیټه : 2014-08-17


تنګ له تندې نه جانانه زیـــاته¹ راغلم
 په سیالۍ کي دي بیابانه پاته راغــلم

ګوره اوس به دي له سترګو نه پناه شم
 لکه غشـــی له کمانه شاته راغـــلم

صبر، صبر دا ده زه هـــم در رسیږم
 ته د ژوند نغمــــه روانه ساته راغلم

نیمه شپه ده شوګیري دي مسافر یم
 لکه ستوری دی اسمانه خواته راغلم

ما ته غیږه کي سکون د مرګي راکړه
 له کشتۍ څخـــه توپــانه تاته راغلم

حلمیاره! زه له تــانه تاتــــه راغلم
 عجیبه ده چي له چانــه؟ چاته راغلم؟


 ۲۰۱۴/۸/۱۴
¹:
زموږ به سیمه ایزه اصطلاح (زیاته) د نور بر ځای هم کارول کیږی مثلاً وایو:  زیاته ځم (یعني نور ځم)