د عامې روغتيا وزارت او معالج ډاکټر د پام وړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60812

دخبریدو نیټه : 2014-08-17

 

ليکوال : نظرمحمد مطمئن

اوسمهال مو ولس له هر لورې ځپل شوې له هیچا هم خوشاله نه دي، مامور په دولتي اداره کې ورڅخه رشوت اخلي، زورواکي او د پارلمان ځینې وکیلان يې کورونه او ځمکې غصب کوي، بهرنيان يې وژني او له کوره يې پسي اخلي، اربکیان يې کور او جیب لوټ کوي، پولیس يې تهدیدوي، په اختطاف کې لاس لري، امنیت د نیولو بهانه ورته جوړوې، طالب ډوډۍ غواړي ، وهل او ټکول کوي، انجنیر په پروژه کې خیانت کوي، کیفیت يې خرابوي، ډاکټر د سلو روپو پرځای د زر روپو نسخه ورته لیکي، ښوونکی له زده کوونکې د هغه دکامیابي له پاره رشوت غواړي،، او دزده کوونکو سره مرسته شوې مواد يې د ښوونځي مدیر غلا کوی او خرڅوي، د کانکور سوالونه د ټلیفون په مسج کې دلوړو زده کړو وزرات کارکوونکې خرڅوي، د طب پوهنځي ته د تګ له پاره ۳۰۰۰ ډالر رشوت په کار دی ، د ولس رایه  جان کيري باطل اعلانوي، ولسمشر يې د وژلو او بې کوره کولو پرواه نه لري. او دا ډول بلا نورې ستونزې شته چې ولس مو سر ورڅخه ټکوي او ورسره لاس او ګریوان دی.

ملګری مې د جلال آباد ښار کې د رختونو (کپړو) پلورنځی لري، هغه وايې چې څو تنه ځوانان راغلل، د ځانو له پاره يې جامه خوښه کړه، دهرې جوړې ۱۰۰۰ روپۍ شوې، کله چې يې پیسې راکولي، ويې ویل چې موږ محصلین يو لږ نور مراعت هم راسره وکړه، ورته مې وویل چې کومه پوهنځي کې ياست، هغوئ وویل د ننګرهار طب پوهنتون محلین یو، ورته مې وویل که زه خبر وای چې تاسي ډاکټري وایاست، نو د ۱۰۰۰ روپیو پرځای مې ۲۰۰۰ روپۍ درڅخه اخستلي.

کله چې تاسي ډاکټران شئ بیا نو د غریب او بې وزلې افغان ملت هیڅ ډول فکر  درسره نه وي، يواځي دافکر درسره وي چې څه ډول د خپل غریب ولس جیب وشکوئ.

زه په کابل، کندهار، جلال آباد او هلمند کې د ډاکټرانو کتنځی ته ورغلی یم، په کندهار کې يو ډیر مشهور معالج ډاکټر ته ولاړم، د يو زوړ او خرابه ودانۍ په دویم پوړ کې يې معاینه خانه (کتنځی) وه، باور وکړئ چې هلته ورسره نورې خرابه داسي کوټي وي چې خلکو د عادي ادرار له پاره کارولي، بدبویه، خیرن او چټل ځای، توره شپه، چې هیڅ ددي وړ نه دی چې هلته دي یو ډاکټر چې د نظافت څخه خبرې کوي کښينې.

د لښکرګاه ښار کې ورته د ځینو ډاکټرانو ډیر کوچني، تياره، چټل حتی په اوس وخت کې د صحرايې تشناب  لرونکې ځایونه دي.

جلال آباد ښار کې هم چې کله د ډاکټر کتنځی ته ورځي، هلته هم ورته حالت دی، يواځي ډاکټر هغه ځای روښانه او پاک کړی وي چې ناروغ دده ځانګړې کوټي ته د معاينې له پاره ورشي.

کابل کې  باور وکړئ چې د قمبر څلورلاري کې داسي ډاکټر ته ورغلی یم، د انتظار خونه کې يې په رڼا ورځ لاره نه معلومیدله، دومره زیاته تاریکه وه، او معاینه خانه يې هم ډیره بې خونده وه، کله چې مې خبره د دغه ډول نا مناسب ځای ورته وکړه، ډاکټر ډیر خفه شو، ماته يې وویل چې خلک راځي ، همدا ځای سم دی، ورته مې وویل چې خلک مجبوره دي، مګر تاسي هم باید د ناروغانو د حیثیت په نظر کې نیولو سره احترام ولرئ.

تیره اونۍ د کابل نوي ښار کې يو بل مشهور معالج ډاکټر ته تللی وم، انتظار خونه د ښځو له پاره نیمه کوټه ده، اطاق يې په دوو برخو وېشل شوی، نیم د میرمنو له پاره انتظار ځای او نیم يې يو کوچنی میز پکې ايښې، پوه نه شوم چې د څه له پاره، پکه پکې نشته، او میرمنې په ګرمي کې انتظار وي، د نارینه ؤ له پاره هیڅ د انتظار ځانګړی ځای نه لري، يو تاریک کوچنی غالباً يونیم میتر په درې میتره  کې دهلیز دی، همدلته چې د دریو اطاقونو دروازې پرې راخلاصي دي، خلک په ګرمۍ کې ناست او انتظار وي.

شنوزاده کلینک چې ډیر مشهور دی په مکرریانو کې دی، هلته چې د ناروغانو ډیر زیات بیروبار وی، تهکوې کې يې ډیر ډاکټران دي، دوه طرفه د ډاکټرانو کوټې او په منځ کې يې کوچنی دهلیز چې اصل کې د وتلو له پاره لاره ده، همدلته يې اوږدې د اوسپنې چوکۍ ايښې او خلک پکې انتظار وي. چې اصلا د کنياستلو ځای نه دی، کله چې دوېم پوړ ته هلته چې د نسائې مشهورې ډاکټرې د کتنځې ترڅنګ نور ډاکټران هم دي ووینئ، د سړې زړه وسوځي چې ډاکټران خپلو ناروغانو ته پوه څومره ټیټه سترګه ګوري، د میرمنو ډیر زیات بیرو بار وي، او بيا هم د دوه طرفه ډاکټرانو د کوټو په منځ کې اصلاً د تیریدو کوچنۍ لاره ده هلته په اوږدو غیرمعیاري تکیه ګاوو ناروغ نارینه او ميرمنې انتظار وي.

کابل ، کندهار، هلمند، جلال آباد او ځینو نورو ولایتونو کې شخصي روغتونونه هم جوړ شوي، ډیری یې نسبتاً پاک او منظم دي، مګر بیا هم معیاري نه دي.

کابل کې  د فرانسويانو د روغتون  د کوچنيانو څانګه هم مالیدلي ده، چې منظم او د افغانستان د شرایطو په نظر کې نیولو سره تر ډیره د ناروغانو له پاره وړ شرایط په نظر کې نیول شوي. مګر کیور روغتون بيا هغسي نه دی.

ښه شو د وزیر اکبر خان روغتون مې رایاد شو، که سهار له اته بجو مخکې سړی ورشي او يا مازیګر مهال نو د روغتون  مخې ته به خلکو په خاورو کې تیکه لګولي او ناست وي، د خپلو ناروغانو سره مجلس کوي، هغه ناروغان چې بستر وي او د کوټې څخه د وتلو توان ولري. هیڅ ډول اصلا د انتظار او د ناروغ سره د لیدلو له پاره انتظام نشته.

علي آباد روغتون کې خو بیخي سړی په ورتګ پښېمانه کيږي، او که بیا خبره د میرمنو له پاره د ملالۍ روغتون سړی کوي، له کابل او د هیواد له روغتونو يې خواه وګرځي.

بله ستونزه بې انصافي او نه عدالت او د ډاکټرانو سراښتوب (د پیسو حرص) دی، ما اوريدلي ؤ مګر لیدلي مې نه ؤ چې خلکو به ویل کله چې مشهور ډاکټر موسی وردګ ته غریب او بې پيسو ناروغ ورشي، ناروغ چې د پيسو د کمښت او مراعت خبره ورته وکړي، موسی وردګ ورته وايې چې بيا به نه راتلي، ته نه یې خبر چې زه پیسي اخلم اود مریض عملیات او تداوي مفته نه کوم. مخکې د کارته پروان په پخوانۍ سینما کې يې ځای ؤ، يوه ورځ مې ماشوم مریض ؤ، ورغلم پوښتنه مې وکړه چې د ماشومانو ډاکټر شته، کله چې هلته ناستو د روغتون کارکونکو زما ظاهرې قواره ولیدله، فکر يې وکړ چې د جنوب لوري دی، او ډیر به نه پوهیږي، دانو سهار د ۱۰ او يا ۱۱ بجو وخت دی، ډاکټران يې نشته، ماته يې يو اطاق وښود چې هلته ورشه ډاکټر ناست دی، ورغلم، هغه ته مې ویل چې تاسي ډاکټر ياست؟ ویل يې هو، ومي ویل چې دا خو ماشوم دی زما د کوچنيانو ډاکټر په کار دی، ويې ویل چې رايې وله زه يې وګورم، خبرې چې مې ورسره وکړي پوه شوم چې نرس دی، او ډاکټر نه دی، ماورته وویل چې زما ماشوم تکلیف زیات دی، زه غواړم چې ډاکټر ته يې وښېم، خبره پرې بده ولګیدله،ويې ویل زه درته ډاکټر نه ښکارم؟ زه هم ډیر ستړی شوی وم، ومې ویل چې ډیر خاینان یاست خلک غلطوئ، ته نرس يې او زه فکر کوم چې اصلا دلته د ماشومانو ډاکټر روغتون نه لري، زما وخت مو ضایع کړ، ولي مو لومړی ماته نه ویل چې دلته د ماشومانو برخه کې ډاکټر نشته.

اوس چې په همدې کارته پروان کې ډاکټر موسی وردګ يوښکلی ځای جوړ کړی او هلته يې روغتون دی، زه د موسی  وردګ علمیت او پوهې ته احترام لرم، ډیر  ښه د هډوکو ډاکټر دی، په سېمه کې جوړه نه لري، مګر له ځانه يې قصاب جوړ کړی، هلته د غریب ناروغ ورتګ نه شته، او نه هم دی اعتناء ورته کوي. زموږ د هیوا د د خلکو د اقتصاد په نظر کې نیولو سره یقیناُ چې زیات ظلم کوي. هلته عموما د ناروغانو عملیاتونه کيږي، د عملیات له پاره د کاریدونکو موادو نسخه يې له ۴۵۰۰ افغانيو څخه تر ۸۰۰۰ او ۱۱۰۰۰ افغانیو رسيږي، د درملو نسخه يې هم له ۵۰۰۰ افغانیو بیا تر ۱۰۰۰۰ افغانیو کیږي، د عملیات له پاره له ۲۵۰۰۰ څخه بيا تر ۱۰۰۰۰۰ يولک خبره رسيږي، داسي ناروغان هم لیدل کيږي چې په همدې روغتون کې يې د ناروغ مصارف تر ۴۵۰۰۰۰  څلورلکه پنځوس زره افغانیو رسيدلي، مګر الله يې جوړوي، ولي د ناروغانو سره ظلم دی، بل داچې هر ناروغ ته د ۴ ورځو له پاره د بستر پارچه ورکوي او پیسې ورڅخه اخلي، مګر که ناروغ دویمه ورځ هم له روغتون څخه ؤځی، پاتې پیسې نه ورکوی، د مالي بخش کارکونکی يې وایې که پروفیسور صاحب خبرشي موږ ته غصه کيږي، د يوې ورځي د زیاتو پیسو اخستلو زما هم قرضداره دی.

د وردګ صاحب ځوی کمال وردګ چې وزیراکبرخان روغتون کې دنده لري د اطرافو ناروغان چې هلته ورشي، نو د خپل پلار د روغتون ادرس ورکوی، هغه د ملا ښه عملیات کوي، بدبختانه چې مریض ښه وشکوي، جیب يې ورخالي کړي، همدغه عملیات چې دلته کوي په وزیراکبرخان روغتون کې يې نه کوي.

زما ملګری وایې جلال آباد کې مې مشهور ډاکټر احسان الله ته ماشوم وروستی، ډیر زیات معاینات يې راباندی وکړل، او زه پوه شوم چې دومره معاینات په کار نه دي، کله چې يې نسخه راته ولیکله رایې کړه،  ورته مې وویل چې ډاکټر صاحب معاینات ډیر وشول، او ماته اړین نه ښکاریدل، هغه ویل چې مسکین يې؟ پیسې نه لري؟ ومې ویل چې د افغانستان خلک ټول غریب دی، ويې ویل چې له کومه ځایه راغلی يې؟ ومې ویل له کامې څخه، ډاکټر وویل چې پیسې دي نه لرلي ځان به دې په کامه کې تیريدونکې د کونړ سیند ته غورځولی وای. څه له راتلي؟ بالاخره خبره جنګ ته ورسیدله، نسخه او د معایناتو کاغذونه مې ورته څیرې کړل ورڅخه روان شوم.

په لیرې پرتو سېمو کې بیا وترنران هم د ډاکټرانو دنده پر مخ وړي، استاد بایر درمل چې اوس د ننګرهار پوهنتون کې د وترنرې پوهنځي تکړه استاد دی، هغه وخت چې محصل ؤ، ویل به يې زموږ (د حیواناتو د ډاکټر) او د انسانانو د ډاکټر فرق دومره دی ، زموږ وترنر ډاکټر مریض (حیوان) دویم پوړ ته نه شي ختلای او ددوئ ناروغان ختلای شي.

په لیرې پرتو سېمو کې همدغه وترنر او نرس ډاکټران ځينې يې د ناروغانودمرګ لامل ګرځيدلي او بیا له سېمې تښتيدلي.

زه د خپل هیواد ډاکټرانو ته احترام لرم، ولي ځينې يې ډیر زیات ظالمان دي، زموږ د دورې ځینې ښه ډاکټران هم زه پېژنم چې عدالت کوي، په ناروغ بې ځایه معاینات نه کوي، اضافي درمل ورته نه ليکې، او که پوه شي غریب دی فیس هم ورڅخه نه اخلي، خو دا خلک دګوتو په شمار دي، او جز دکل تابع دی، د وچو له کبله لانده هم سوځي. عام ولس په مجموع کې له افغان ډاکټر انو څخه ښې خاطرې نه لري.

زه د بل هیواد د ډاکټر صفت نه کوم، مګر هغه پښتون ډاکټر چې په کویټه کې يې زما فیس له دې کبله وانه خیست چې زه مهاجر وم، بې چاره وم، شونډې مې وچې وي، احترام او درناوی يې لرم.

هغه پښتون ډاکټر چې په بره پښتونخوا پېښور کې يې د ناروغ د عملیات مصرف ۴۰۰۰۰ څلويښت زره پاکستانۍ کالدارې وویل، بې چاره افغان ورته وویل چې موږ به مشوره وکړو، مګر د ناروغ حالت ددی نه ؤ چې مشوره ؤشي، ډاکټر پوه شو چې د ناروغ سره راغلي کسان د پیسو ستونزه لري، ویې ویل چې پیسې نه لرئ؟ هو، د ناروغ افغان سرپرست ځواب ورکړ، ډاکټر لږ سوچ کوي، وايې چې سبا سهار ناروغ ته خواړه مه ورکوه رايې وله زه يې عملیات کوم، نه دعملیاتو خپلې ۴۰۰۰۰ روپۍ اخلي او ددې سربیره په دواخانه کې هم   د ناروغ د درملو پیسي دغه مسلمان پښتون ډاکټر ورکوي، اوس تاسي يوه لنډه مقایسه زما د افغان ډاکټر احسان الله او موسی وردګ   د برې پښتونخوا له پښتون ډاکټر سره وکړئ؟ چې د جلال آباد له ناروغ سره څومره مرسته کوي، مګر احسان الله د کامي له ناروغ سره څه کوي؟ او موسی وردګ د هلمند، کندهار، ارزګان، پکتيا او پکتيکا له ناروغ سره څه کوي؟

لاهم موږ په هیواد کې پرمختللی او معیاري روغتون نه لرو، تمه ده چې د راتلونکې  حکومت ولسمشر او دعامې روغتيا راتلونکی وزیر/وزیره به د هیواد په مرکز او لويو ښارونو کې دغې ستونزې ته جدې پاملرنه وکړي.

د سکارټس امیري د زړه د ناروغیو روغتون چې د هیواد په سطحه نسبتاُ ښه روغتون دی، يو کارکونکې يې ماته ویل چې موږ د روغتون له پاره نوي اپډیټ د معایناتو مشنیرې داسي مشنیري چې د ۲۰۲۰ کال له پاره به کار ورکوي، او په سېمه کې يې نور هیوادونه هم نه لري، کابل ته راوړله، کله چې ګمرک ته راورسیدله، درې مياشتي له دي کبله معطل وه چې تاسي ولي دومره پرمختللي او قیمتې مشنیري راوړي، بالاخره د عامي روغتیا او ګمرک خلکو ۲۰۰۰۰ شل زره ډالر رشوت واخیست او له درې میاشتو ځنډ وروسته يې زموږ مشنیري ته له ګمرک څخه د وتلو اجازه راکړه.

همدا روغتون چې د هند د سکارټس روغتون سره تړون لري، هغوئ معياري درمل ورته رالیږي، د روغتون کارکونکې وایې چې هر ځل په ګمرک کې د درملو په ایستلو کې ستونزه لرو، د عامې روغتيا کارکونکې وایې چې تاسي ولي د نورو افغان تجارانو په ډول درمل نه راوړئ  او خپل ځانګړي درمل راوړئ. ځّکه چې د عامې روغتيا کارکونکې د درملو د افغان سوداګرو سره شریک دي، او له هغوئ څخه د بې کیفیته درملو په مقابل کې پیسې اخلي، زما وړانديز دادی چې د فارمیسې ریاست چې د درملو د کیفیت دنده په غاړه لري، دغه ریاست ته دي د طالبانو د وخت  هغه رئیس او يا مرستيال راپيداکړي، په یقین او ډاډ سره وایم چې بې کیفیته درمل به بيا هیواد ته رانشي، په دې شرط چې د عامې روغتيا وزیره /وزیر له رئیس څخه حق ونه غواړي او صلاحیت ورکړي. د طالبانو د نیستې په وخت کې زما ياد دي چې کارته پروان کې  په ټنو بې کيفیته درمل وسوځول شول، سوال نه پيداکيدی چې بې کیفیته درمل دي د ګمرک څخه ووځي، مګر په هغه وخت کې هم په قاچاقي ډول له پاکستان او ایران څخه بې کیفیته درمل راوړل کيدل.

ویل کيږي چې د ډاکټر نجیب الله په دوران کې هم بې کیفیته درمل افغانستان ته نه شوای واریدیدلای، هغوئ هم د درملو د کیفیت په اړه جدې تګلاره لرله.

هیڅ تمه نه لرم، او نه به هم داکار ؤشي، چې د عامې روغتيا وزارت دي اوسمهال چې اختلاس او فساد اوج ته رسيدلي، دا ډول راتلونکې ائتلافي حکومت هم چې ډیری به يې غله او په اختلاس او فساد ککړ اوسني چارواکې وي، دوی به د هیواد دغې لويې ستونزې ته پام وکړي، چې لاهم مجهز روغتون او معياري درمل نه شته، مګر د صحت په برخه کې عبث میلیارډونه ډالر مصرف شول او د چارواکو جیبونوته ولاړل، داتمه هم نه لرم چې په معالج ډاکټرانو فشار راوړي ترڅو معياري کتنځي، انتظارخونه ولري، او د درملودقیمت کنټرول وکړي. یا داچې حکومتي روغتونونه دومره فعاله کړي چې د غریب او بې چاره پرده پکې خوندي شي، يواځي ددې له پاره مې لیکنه وکړه چې د ولس دغه ټولنیزه ستونزه بیا هم  په کور دننه او بهر له خپل افغان بااحساسه ولس سره شریکه کړم، د ځوانانو او بامسؤلیته افغان ډاکټرانو پام ورته واړوم، په ګډه کار وکړو، تر څو حکومت او دعامې روغتيا چارواکې اړ کړل شي چې د ستونزې اړوند حد اقل فکر وکړي.