پلاوی: د ارغندۍ په پېښه کې امنيتي او د اکمالاتي شرکتونو چارواکي لاس لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60825
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-18

کابل کې د سلګونو ټانکرونو د سوځېدو د لاملونو د څېړلو لپاره د ولسي جرګې پلاوى دعوه کوي،چې په دې سوځېدنه کې ځينې امنيتي او د اکمالاتي شرکتونو چارواکي لاس لري. خو د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې، چې په پېښه کې د امنيتي چارواکو لاس لرل رودي،د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وايي،چې په دې اړه د څېړنو پايلې يې څارنوالۍ ته سپارلې دي. د چنګاښ په ١٤مه د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په چوک کې ايساف ځواکونو ته د اکمالاتی موټرو په تمځاى کې د اور لګېدنې له امله د نفتي توکو٤٠٠ ټانکر وسوځېدل. د دې پېښې د څېړلو لپاره د ولسي جرګې له خوا د ټاکل شوي پلاوي مشر عبدالحي اخندزاده وويل،د پلاوي څېړنې ښيي چې يادو ټانکرونو ته د "ځينو مشخصو کړيو" له خو اور اچول شوى دى. د اخندزاده په وينا،د کورنيو چارو وزارت په ارغندۍ کې ياده دولتي سيمه، د يو ناسم تړون له مخې د ميرويس په نوم يوتن ته ورکړې وه، ترڅو د تېلو ټانکرونو د تمځاى په توګه يې وکاروي. هغه تور پورې کړ،چې د يادو ټانکرونو په سوځولو کې د کورنيو چارو وزارت اړوند چارواکي او د څلورو اکمالاتي شرکتونو مشران او ميرويس لاس لري. ده د يادو چارواکو او شرکتونو نومونه ياد نه کړل او زياته يې کړه ، چې له ټانکرونو تېل ايستل شوي او بيا اور ورته شوى دى.