په ترافیکي پېښه کې ۵ تنه مړه شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60826
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-18

د کابل –کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ٢٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه پېښه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر لعل محمد وايي، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې رامنځته شوې ده. نوموړی زياته کړه چې د شهرصفا ولسوالۍ د پل سنګي په سيمه کې د يوه کاسټر او مازدا موټرو تر منځ ټکر شوى، چې له امله يې پنځه تنه مړه او ٢٤ نور ژوبل شوي دي. د ده په خبره چې په مړو کې يوه مېرمن، يو ماشوم او درې نارينه شامل دي او په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان دي.