د کندوز امنیتي چارواکي وایي لس وسله وال یې وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60828
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-18

په کندوز ولايت کې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو د دوو قوماندانانو په ګډون لس طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې دغه شمېر وسله وال مخالفين تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په ګنبد او د کندوز مرکز په ګل تپې سيمو کې د ملي اردو او پوليسو له لوري په ګډو چاڼيزو عملياتو کې وژل شوي دي.هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې د مولوي عثمان او قاري اختر په نومونو دوه قوماندانان هم شامل دي.حسيني زياته کړه، چې له دې ډلې پنځه تنه د ګل تپې په لرخابي کلي او پنځه نور د کندوز د مرکز په سه اب او د امام صاحب ولسوالۍ په ګنبد سيمه کې وژل شوي دي.