وسله والو طالبانو پخوانی طالب قوماندان ملا تور جان وواژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60830
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-18

وسله والو طالبانو په کندهار ښار کې پخوانی طالب قوماندان او د کندهار د علماوو او روحانينو د ټولني مخکنی مشر ملا تور جان وواژه .
ملا تور جان څلور کاله مخکي د سولې د پروسې سره يو ځای سو او تر څه مودي وروسته  د علماوو د شورا رييس وټاکل سو خو تر يو کال دندي وروسته بيرته د وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور له دندي ګوښه سو .
يوه باوري سرچينه د پيښي پخلی کوي او وايې ، چې هغه نن مازيګر د زړې فرقي پهه سيمه کې په  غلچکي بريد کې وژل سوی او بريدکوونکي په تيښته بريالي سوي دي .
وسله والو طالبانو د هغه د وژني مسووليت په غاړه اخلي س .
a