د خپلواکۍ ورځې نمانځنه کال تر بله کمرنګه کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60835
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-19

نن له انګریزانو څخه د افغانستان د خپلواکۍ اخیستو ۹۵ یمه کلیزده. ۹۵ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغان غازیانو د مقاومت له کبله برېتانیا اړه شوه چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني. پخوا به د زمري ٢٨مه په شانداره مراسمو نمانځل کېده، خو وروسته له هغه چې د مجاهدينو د بريا دجشن پر مراسمو په ١٣٨٧ کال کې وسله وال بريد وشو، نو ورسره د زمري مياشتې د ٢٨مې نېټې د نمانځنې مراسم هم تت او محدود شول. تېر کال هم دغه ورځ په محدوده، پيکه او له پوځي نمايشونو پرته د ولسمشر له خوا د خپلواکۍ منار ته د ګلانو د ګېډيو پر اېښودو ونمانځل شوه.