طالبانو د سولې له پروسې سره یوځای شوی طالب قوماندان وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60836
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-19

وسله والو طالبانو د ملا تور جان په نوم هغه طالب قوماندان وژلی، چې دوه کاله وړاندې په کندهار کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و. دغه قوماندان تېر ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د زاړه قول اردو په سيمه کې په ډزو وژل شوى. د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال د پېښې پخلى کړی او ویلي یې دي چې ناپېژاندو وسله والو پر مولوي تور جان ډزې کړې او هغه يې وژلى دى. وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت په خپله غاړه اخيستى دى. د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي ويلي، د جاسوسي شبکې غړى ملا تور جان چې ځان يې تسليم شوى طالب معرفي کاوه، د هغوى له خوا وژل شوى دى.