د چین ولسمشر وايي هېواد یې له افغانستان سره د سولې او پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. شي جيپېنګ ولسمشر کرزي ته د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په رالېږلي پیغام کې ویلي چین چمتو دی چې له افغانستان سره د لېږد په پړاو کې مرسته وکړي. د چین ولسمشر ویلي ډاډه دی چې د افغان دولت، ولس او نړیوالې ټولنې د هڅو په پایله کې به بلاخره افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ له کاروان سره یو ځای شي.