عابد: سږکال به حاجیان له ښو خدمتونو څخه برخمن وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60840
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-19

د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې سعودي عربستان ته د افغا حاجیانو د انتقال لپاره تدابیربشپړ شوي او سږکال به حاجیان د حج په مراسموکې له ښو خدمتونو څخه برخمن وي. د حج او اوقافو د وزارت مرستیال داعي الحق عابد وایي سږ کال له یوې خوا د حاجیانو د تنظیم د چارو په مدیریت کې ښه والی راغلی او بل لوري ته د حاجیانو د لارښوونې چارې د دغه وزارت منسوبینو ته سپارل شوي دي. ده ویلي چې سږکال به د حاجیانو لګښت د تېرکال په پرتله ۳۲۰ ډالره لږ وي. د یادونې وړده سږکال به نږدې ۲۴ زره حاجیان د حج د فریضې د اداء کولو له پاره افغانستان څخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.