زابل: په څو چاڼيزوعملياتو کي وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60844
محبوب حکيمي
دخبریدو نیټه : 2014-08-19

 

په زابل کي په  چاڼيزو عملياتو کي وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دزابل ولايت دامنيي قمندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني.
  دبينوا سره  په خبروکي وويل .

چي تيرماښام دقلات ښار ته څيرمه دجلدک په سيمه کي دملي پوليسو او ملي امنيت په ګډو عملياتو کي څلور 4وسلوال طالبان وژل سوي دي .
ديو بل خبر له مخي چي نن په نوبهار ولسوالي کي د افغان ګډو ځواکونو لخوا چاڼيز عمليات ترسره شوي دي .چي په پايله کي يي 15 حلقي ماينونه کشف او خونسا شوي دي.