د عبدالله د ټیم یوه غړي د کمیسیون پر کارکوونکو د چاقو په وسیله برید کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60845
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-19

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې د رایو د تفتیش پر مهال د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یوه غړي د کمیسیون پر کارکوونکو د چاقو په وسیله برید کړی او څو کسان یې ټپیان کړي دي. د کمیسیون یوه سرچینه وايي دا پيښه تېر مازیګر په شاوخوا پنځه نیمو بجو رامنځته شوې ده. سرچینې ویلي د رایو په یوه صندوق کې د ډاکټر عبدالله ۲۲۵ ریې مشابه راووتلې، نو پر دې مهال د خالد په نامه یوه کس پر هغه کارګر برید وکړ، چې یاد صندوق یې له ګودام څخه راوړی و. سرچینه د پيښې عیني شاهد دی وایي، کله چې د کمیسیون نور مامورین راغلل، نو خالد پرې د چاقوګانو ګوزارنه وکړل چې له امله یې د کمیسیون څلور مامورین ټپيان شول او تر څو چې پولیس راتلل د اصلاحاتو او همپالنې یاد تن او نورو غړي يې ځانونه ورک کړي وو.