لويې څارنوالۍ له افغانستانه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ممنوع الخروج اعلان کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60846
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د افغانستان لویې څارنوالۍ د سې شنبې په ورځ د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې خبریال د پوښتنو – ګروېږنو لپاره جلب کړ او وروسته یې له افغانستانه د هغه پر وتلو بندیز ولګاوه. پر نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ځینو خلکو له لوري تور پوري کېږي چې نفاق ته لمن وهي او د ولسمشر کرزي د کورنۍ پر ضد تبلیغاتي کمپاین کوي. د نیویارک ټایمز د کابل خبریال متیو ریزنبرګ (Matthew Rosenberg)، چې له تېرو ۳ کلونو راهیسي په کابل کې اوسي، د لویې څارنوالۍ له لوري د سې شنبې په ورځ په دې ورځپاڼه کې د یوه خپاره شوي راپور په خاطر جلب شو. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په حکومت کې غښتلي کسان د موقت حکومت د جوړولو په اړه خبرې کوي. ورځپاڼه وايي چې دا په روان کال کې څلورم ځل دی چې د افغانستان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ته خبرداری ورکوي یا د هغه پر ضد د قانوني اقدام هڅه کوي.