اوباما یو ځل بیا له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په اړه په خپلې پخوانۍ پرېکړې ټینګار کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60848
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د عراق حالاتو له افغانستانه د ځواکونو ایستلو په اړه د ولسمشر بارک اوباما پر پرېکړې اغېز نه دی کړی. اوباما روانه اونۍ خپلو سلاکارانو ته ویلي تر څو چې افغانستان د سیاسي کړکېچونو په له منځه وړلو نه وي بریالی شوی، د امریکايي ځواکونو په ایستلو کې ځنډ کوم تغیر نه شي رامنځته کولی. د سپینې ماڼې یوه چارواکي ویلي ولسمشر هغه بحثونه رد کړي چې دی باید د عراق وروستیو نا ارامیو ته په کتو له افغانستانه د ځواکونو وتلو پر مهال وېش له سره غور وکړي. د پخواني مهالوېش له مخې به ټول محارب امریکايي ځواکونه د روان کال تر وروستیو پورې له افغانستانه ووځي.