جمهوررئیس کرزي له یو شمېر بې سرپرسته ماشومانو سره ولیدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60849
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي له بې سرپرسته ماشومانو څخه د ملاتړ د موسسې " آشیانې" له رئیس انجنیر محمد یوسف او د دغې موسسې له یو شمېر بې سرپرسته ماشومانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د آشیانې رئیس انجنیر محمد یوسف د دغې موسسې د فعالیتونو او ستونزو په باب د هېواد جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
بیا د هېواد جمهوررئیس د آشیانې موسسې او د بې سرپرسته ماشومانو د ستونزو په اړه له هغوی پوښتنې وکړې چې د هغوی هریو په خپل وار سره خپلې ستونزې مطرح او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د عالي دولتي کمیسیون د همکارۍ د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.
جمهوررئیس د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل، ډاډ یې ورکړ چې د هغوی ستونزې به د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
همدا راز په دغه کتنه کې د جمهوررئیس کرزي له خوا له بې سرپرسته ماشومانو سره یوه اندازه نغدي مرستې هم وشوې.
د دغې کتنې په پای کې د آشیانې موسسې ماشومانو د ارګ له بېلابېلو ماڼیو څخه هم لیدنه وکړه.