د سلام مخابراتي شرکت پر موټر ، چاودني درې تنه ووژل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60853
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د اروزګان ولايت د چار چينو ولسوالۍ په سراب سيمه کې د سلام مخابراتي شرکت پر انجينرانو بمي چاودنه سوي ده.
په دغه چاودنه کې درې تنه وژل سوي او دوه تنه نور ټپيان سوي دي.
د چارچينو ولسوالۍ امنيه قومندان ولي داد وايې  ، چاودنه نن سهار نهه نيمي بجي  هغه وخت وسوه   کله ،   د دې مخابراتي شبکې کارکوونکو  غوښتل په سيمه کې د يادي شبکي انتنونه ودروي.
هغه وايې چې په رامنځته سوي چاودنه کې  د ظفر په نوم يو  انجينر ، يو ملکي کس او يو موټر چلوونکی وژل سوي او دوه تنه سخت ټپيان سوي چې روغتيايې حالت يې د انديښني وړ دى.
نن سهار  يوې بلي چاودني هم د پوليسو يو سيمه ايز قوماندان وژلی دی .