په کندهار کې چاودني شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واړول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60854
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې بمي چاودني د پنجوايي ولسوالۍ شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واړول .
چاودنه چې په ځمکه کې ښخ سوی ماين وو ،  نن سهار پنځه نيمي بجې د ميوند ولسوالۍ د شلغامي په سيمه کې د پنجوايي ولسوالۍ پر هغو پوليسو سوې ده  ، چې ميوند ته د ماينونو د پاک کولو دپاره په  مرسته ورغلي وه .
د پنجوايي ولسوالۍ ولسول فضل محمد اسحاقزی وايې ، چې په پيښه کې درې ملي پوليس وژل سوي او درې نور ټپيان دي .
وسله والو طالبانو خبر ورکړی دي ، چې دا چاودنه يې پر بهرنيو سرتيرو کړې ده او درې بهرني سرتيري يې وژلي دي .