په بدخشان کې د ولایتي شورا یو نوماند له ۳۰۰ کیلو نشه یي توکو سره نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60859
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د بدخشان د ولايتي شورا يو مخکښ نوماند له درېيو کسانو سره يو ځاى د شاوخوا ٣٠٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو سره ونيول شو.د بدخشان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر غړي جاوېد وزيري وويل، چې دغه اندازه توکي تېره ورځ له بدخشان ولايت څخه تخار ته د پوليسو په رينجر موټر کې په قاچاق وړل کېډل، چې د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې د پوليسو لاس ته ورغلل.هغه زياته کړه، چې له دغه موټره ٢٩٤ کيلو ترياک د کشفي ارګانونو په شتون کې ترلاسه شوي، خو تر اوسه لا څرګنده نه ده، چې رينجر موټر په کومې امنيتي قطعې او ارګان پورې تړلى دى.وزيري زياته کړه، چې د قضيې په تړاو د بدخشان د ولايتي شورا ټاکنو د ګټونکي نوماند مولوي عبدالرب په ګډون درې کسه نيول شوي دي.