په فراه کې ۵ پولیس په ناقانونه ډول د پیسو اخیستو په تور نیول شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60861
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د فراه په بالابلوک کې پنځه پوليس په ناقانونه ډول له موټرو د پيسو اخيستو په تور نيول شوي او په پشترود کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.د فراه د والي وياند جواد افغان وويل ، چې ياد پنځه پوليس تېره ورځ ناوخته د کشفي ارګانونو د راپور له مخې له موټرو د پيسو اخيستو په تړاو نيول شوي دي.هغه وايي، دغو کسانو چې يو د ټولي قوماندان، دوه د پوستو قوماندانان او دوه نور سرتېري دي، د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سيمه کې د فراه – کندهار پر لويه لاره دنده لرله.سرچينې زياته کړه، چې دغه پوليس له دندې ګوښه او پوځي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.