په کابل کې یو بهرنی د چاقو په ګزار ټپي شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60863
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

يو بهرنى وګړى د کابل ښار لسمې امنيتې حوزې اړونده ساحه کې د يو ناپېژانده کس له خوا د چاقو په ګوزار ټپي شوى دى. د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رييس مل پاسوال عبدالفريد وايي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې يو بهرنى وګړى د کابل ښار په بي بي مهرو ساحه کې د خپلې خوښې توکي پېرل. نوموړي که څه هم روښانه نه کړه، چې دغه بهرنى وګړى په ياد بريد کې ژوبل که وژل شوى، خو وايي: ((ياد بهرنى وګړى د غاړې په برخه کې ټپي شوى دى، د روغتيا او ژوندي پاتې کېدو په اړه يې معلومات نه لرم.)) سرچينې د دغه بهرني وګړي هويت په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل، چې نوموړى د "نوی کابل کمپونډ" په نوم کمپنۍ سره کار کوي. نوموړي زياته کړه، چې بريدګر تښتېدلى، خو پوليسو د پېښې په تړاو يو شکمن کس نيولى دى.