اوباما: د امریکایي خبریال د سر غوڅولو پېښې د ټولې نړې وجدان ته ټکان ورکړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60873
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د امریکایي خبریال جیمز فولي د سر غوڅولو پېښه "د تاوتریخوالي یو عمل دی چې د ټولې نړې وجدان ته یې ټکان ورکړی. د اسلامي دولت ډلې ویلي چې فولي یې په عراق کې د دوی پر جنګیالیو د امریکا د هوايي بریدونو په غچ کې وژلی دی. په خپره شوې وېډیو کې چې "امریکا ته د پیغام" نوم ورکړل شوی، د "اسلامي دولت" یو جنګیالی راڅرګندېږي او وايي چې دا جیمز فولي دی او شاوخوا یې مخ پټي وسله وال ولاړ دي .جیمز فولي په ۲۰۱۲ کال سوریه کې تري تم شوی و.