په هرات کې د سره صلیب کمېټې ۵ تښتول شوي کارکوونکي خوشي شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60874
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په هرات ولایت کې د دې کمېټې ۵ برمته شوي کارکوونکي روغ رمټ خوشي شوي. سره صلیب په یوه خبرپاڼه کې، چې د سویس په زوریښ ښار کې یې رویټرز خبري اژانس ته ایمیل کړې ده، د دې کمېټې د کابل د دفتر د مشرې مونیکا زاناریلي په قول ویل شوي:« زموږ پنځه همکاران اوس خلاص دي، د دوی روغتیايي حالت ښه دی او د خپلو کورنیو له غړو سره یوځای شوي چې دا زموږ لپاره خورا مهمه ده.» د سره صلیب دا پنځه کارکوونکي وسله والو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ تښتول شوي وو.