پولیسو هغه کس نیولی چې پرون یې یو بهرنی په چاقو وژلی و

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60876
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-21

د کابل پولیسو هغه کس نیولی چې پرون یې د هوايي ډګر پر سړک یو بهرنی وژلی و. دغه کس د بي بي مهرو په سيمه کې پر يوه بهرني د چاړو ګزارونه کړي وو چې له کبله یې یاد بهرني په روغتون کې ساه ورکړه. د کابل د امنيه قومندانۍ ويندوی حشمت الله ستانکزی وايي پوليسو تر څو ساعته پلټنو وروسته برید کوونکی نیولی دی. ستانکزي ويلي نيول شوی کس عبدالفتاح جهادوال نومېږي، پنځوس کلن دی او د غزني اوسېدونکي دی. ده همداراز وويل، چې عبدالفتاح جهادوال د وسله والو طالبانو سرګروپ دی او پر خپل جرم يې اعتراف کړی دی.