په کابل او جلال اباد کې چاودنو ۶ تنه ټپیان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60877
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-21

نن سهار په کابل او جلال اباد کې چاودنې شوې چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شوي دي. لومړۍ چاودنه سهار په شاوخوا اوه بجو د کابل ښار ددولسمې ناحيې اړونده د احمد شاه بابا په مېنه کې شوې ده. د محمد سليم په نامه د پېښې يوه عيني شاهد وايي چاودېدونکي توکي دسردار داوود خان څلور لاري ته څېرمه ديوې ونې لاندې ځاى پر ځاى شوي وو. هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله يو شمېر کسان ټپيان شوي دي. د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو رييس سمونوال همايون عيني وايي چاودنه د ملي اردو پر يوه موټر شوې چې له امله يې څلور سرتېري ټپيان شوي دي. ديوه بل خبر له مخې نن سهار د جلال اباد ښار اړونده د بهسودو پله دپاسه چاودنه شوې ده. عيني شاهدان وايي چې دا چاودنه پر يوه ډاټسن موټر شوې ده. د جلال اباد روغتون سرچينې وايي چې دوى ته تر اوسه دوه ټپيان راوړل شوي دي.