کندهار ته د پنچر پروف په نوم ، نوي مواد وارد سوي دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60879
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-21


په کندهار کې يوه خصوصي سوداګريز شرکت د پنچر پروف په نوم داسي مواد وارد کړي دي ، چې د موټر ټير ته ولويږي بيا پنچر کيږي نه او پوره شپږ مياشتي دوام کوي .
دا شرکت کامل فيصل تجارتي شرکت دي ، چې د دې موادو پرانستنه يې  تيره مازيګر په عينو مېنه کې وکړل .
د دې شرکت مسوول احسان الله سعيدي ، بينوا ته وويل چې شرکت يې مواد د هالينډ هيواد څخه وارد  کړی دی ، په وينا يې چې دا مواد ټولو افغانستان ته ليږي .
نوموړي وويل ، دا مواد يو ډول جيل دي او کله چې  د موټر ټير ته ولويږي بيا تر شپږو ميليو پوري ميخ يا سيخ ټير نه پنچر کوي .
نوموړي وويل ، چې دا مواد د ملګرو ملتونو د اقتصادي برخي له لوري تايد سوی دي .
سعيدي وويل ، چې د دې موادو  سره يو تضمين پاڼه هم ورکوي .
د کندهار د اقتصاد ريس محمد رحيم رحيمي دا ډول مواد ډير اقتصادي وبلل او نور سوداګر يې هم وهڅول ، چې دا ډول سوداګرۍ ته مخه کړي .