عظیمي: امریکا د روان کال تر پایه ۲۱۲ زرهي ټاکنو له ملي اردو سره مرسته کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60883
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-21

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې؛ ټاکل شوې امریکا د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه له ملي اردو سره د ۲۱۲ زرهي ټانکونو مرسته وکړي.د د فاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي ویل، چې د دغو زرهي ټانکونو مرسته د افغانستان د ملي پوځ د تجهیز لپاره ښه اقدام دی:دا هغه ډول زره پوش دي چې د عراق له جګړې ورسته جوړ شوي، د چاودنو پر وړاندې ډیر لوړ مقاومت لري، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې، چې ۲۱۲ عرادې زره پوش د ۲۰۱۴ کال ترپایه ملي اردو ته ورکړي."د ښاغلي عظیمي په وینا تر اوسه له دغه زره پوشو ۴۰ عرادې یې افغانستان ته سپارل شوي او د دغو په هکله د ملي اردو لپاره د روزنې پروګرام هم پيل شوی دی.نوموړي زیاته کړه، چې یاد زرهي تانګونه د توغندیو او ماینونو په وړاندې ښه مقاومت لري.