د کندوز امنیتي چارواکي وایي ۷ وسله وال یې وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60884
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-21

د کندزولایت په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې اته تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني وویل، دغه عملیات تیره ورځ سهار پيل شوي چې تر اوسه د غنډۍ، نهر صوفي، یتیم او سجاني کلي د مخالفینو له موجودیت څخه پاک شوي دي.له بلې خوا د ۲۰۵ اتل قل اردو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د زابل ولایت په ارغنداب او شهرصفا ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتوکې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.