په بدخشان کې ګڼې ټولګټې پروژې د بشپړېدو په درشل کې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60892

دخبریدو نیټه : 2014-08-22

رشادسادات د بدخشان د ملي پیسوستون د پروګرم مسوولین وايي، ددغه ولایت په ۱۷ ولسوالو کې د ۶۳۲ ټولګټو پروژې کارونه روان دي، چې له دې ډلې د څو پروژو کارونه بشپړ شوي او په لنډ وخت کې به ګټې اخېستنې ته وسپارلې شي. د بدخشان د ملي پیوستون د پروګرام مشر عبدالولي وايي، دا پروژې په بدخشان کې د ملي پیوستون د پرژو د دویم پړاو پروژې دي، چې اوسمهال یې کارونه د دغه ولایت په ۹۲۷ قریو کې جریان لري. هغه وویل، په دغو پروژو لسګونه میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د کلیو پراختیا وزارت لخوا ورکول کېږي. د ویلو ده چې د کلیو پراختیا وزرات د ملي پیوستون پروګرام په ټولو افغانستان کې د کلیو او قریو د پراختیا او روغونې هغه پروګرام دی چې تر اوسه خورا موثر تمام شوی دی.