امريکايي ډول ته مسته نځا‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60966
صفي الله اوريا‎
دخبریدو نیټه : 2014-08-26

 

 



 
له مياشتو راهيسې د انتخاباتو تاودو بحثونو د رسنيو خبرونه، د سياسي شنونکو ګردي ميزونه او آن د عامو افغانانو مجلسونه ښه ګرم کړي وو. هر چا په کې د خپلې وسې نظريې او تجربې شريکولې. کله کله به د عامو افغانانو په وړو او سترو مجلسونو کې پر انتخاباتو دومره ګرم بحثونه وشول، چې يو تر بله په ښکنځلو او بد رد ويلو هم بسنه نه کوله. چا به په يوه کانديد دومره زړه بايللی وه، چې په اړه يې هېڅ خبره نه شوه هضمولۍ او له واره به يې سترګې سرې او ماغزه بې قراره شول او بس له شیبه وروسته به د جګړې ډګر ته د تيارسئ په حالت کې و. همدا ډول بل لور به د بل کانديد لپاره خپله خوله تر ستونې شکوله او په دفاع کې يې هېڅ راز وسله نه درېغوله.
سياسي شنونکو او سياسي کارپوهانو خو په هر ګردي ميز کې خپله هره جمله له انتخاباتو څخه پرته له ستونې نه راایستله او د جملې د ښې او منطقې ښودنې په موخه به يې لومړۍ ډيموکراسي وسپړله او بيا به يې انتخابات د ډيموکراسۍ تر ټولو مهم اصل وباله.
د ډيموکراسۍ او په ځانګړي توګه د انتخاباتو زورور اخ و ډب همداسې ښه په درز روان و، چې بالاخره د ۱۳۹۳ هجري لمريز کال د حمل مياشتې په ۱۶ مه نېټه د اتو کانديدانو ترمنځ د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د يوې ورځې انتخابات ترسره شول. لنډه دا چې د دې انتخاباتو نتيجې وخت په وخت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له لورې خپرېدې او په پايله کې هېڅ يو کانديد ونه شو کړای، چې له ۵۰ فيصدو زياتې رايې خپلې کړي او ورو ورو خبره دويم پړاو ته واوښته.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون له لورې د دويم پړاو ټاکنو د نېټې له اعلانېدو سره د دواړو کانديدانو ترمنځ حالت ورځ په ورځ کړکيچن کېده. شيبه په شيبه د هر يوه کانديد تر شا د قدرت بې انتها وږو ځانونه ځايول، چې د انتخاباتو تر نېټې پورې د دواړو کانديدانو ټيمونه د قدرت په ليونيو ښه وپړسېدل.
د انتخاباتو په دې کشمکش کې دواړو کانديدانو يو پر بل د ښکنځلو تر څنک د کفر فتواوې هم ورکړې او د خپلې بريا لپاره يې له هېڅ راز اخلاقي او غيراخلاقي وسيلو څخه ډډه ونه کړه. البته په ډيموکراسي نظامونو کې د انتخاباتو په لړ کې دا ډول پېښې عامې وې، هر کانديد د خپلې بريا لپاره د مقابل لورې د بدنامولو او سپکولو لپاره له بېلابېلو تکتيکونو او لارو چارو څخه کار اخلي، څو له مقابل کانديد څخه د خلکو پام را واړوي.
د يادونې وړ بله خبره دا ده، چې د دويم پړاو ټاکنو په اعلانېدو سره په افغانانو کې قوم پالنې، سمت پالنې، ګوند پالنې او ژب پالنې تعصبونو رېښې په ډېرې چټکۍ سره وغزېدې او د هر افغان ماغزه يې په دې کرغېړنې پديدې ولړل. ګڼو هغو افغانانو چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يې برخه نه وه اخيستي، دې پړاو ټاکنو کې د دې لپاره برخه اخيسته، چې څو مقابل لوری يې ونه ګټي. همدا ډول د بل کانديد پلويانو د قومي، ژبني او سمتي تعصبونو پر بنسټ په ټاکنو کې د ګډون کولو لېواله ول.
د اصلاحات او همپالنې ( ډاکټر عبدالله عبدالله ) او تحول او تداوم ( ډاکټر اشرف غني احمدزي) ټيمونو ترمنځ دويم پړاو ټاکنې هم د ۱۳۹۳ هجري لمريز کال د جوزا مياشتې په ۲۴ مې نېټې ترسره شوې. مخکې له مخکې د دې ټاکنو په اړه يو لړ اندېښنې موجودې وې، چې ښايې انتخابات له يو لړ جنجالونو سره مخامخ شي، خو چې کله د ټاکنې ورځ ماسپښين ته ورسېدې،يو دم هر څه بدل شول، شور او غوغا جوړه شوه، خبري کنفرانسونه او تر څنګ يې بې دريغه شعارونه شروع شول. د انتخاباتو پر خپلواک کميسيون د ډاکټر عبدالله عبدالله له لورې نيوکې او د درغليو تورنه پورې شول.
شپه سبا شوه، د ټاکنو خپلواک کميسيون د ځان سپينولو ډېرې هڅې وکړې، خو ډاکټر عبدالله عبدالله دواړه پښې په يوه موزه کې کړې وې او بس د درغليو تورنو بمبار روان وو، چې په پايله کې عبدالله عبدالله پر خپلو ټولو پلويانو او د ټيم په غړو غږ وکړ، چې د ټاکنو له خپلواک کميسيون څخه را ووځي او نور موږ له دغه کميسيون سره هر ډول اړيکه پرې کوو.

په افغانستان کې دخلکو کاروبار، ښوونيزې، دولتي او نورې ګڼې چارې د انتخاباتو د پايلو لارې څارلې او په هېواد کې دا ټولې برخې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان وې. ولس ورځ تر بلې ځورېده او له دې حالت څخه د ژغورولو چغې وهلې، خو دوی د ولس له ځورېدولو څخه خوند اخیسته او له خوښيه چاغېده. خپلو مظاهرو، مخالفتونو او د قدرت د نيولو ګواښونو رمباړو ته يې دمه نه ورکوله او له شيبې وروسته به يې غږونه نور هم درغن شول، چې د ولس په ذهنونو کې به يې لا د وحشت انګازې خپرې کړې.
د ټاکنو په دې کړکيچنه لړۍ کې د يوه ټيم له غړو او مشرانو له خوا په څرګنده د وينو بهيولو، وژلو، ورانولو، سوځولو، په وزارتونو د بريد کولو ګواښونه ترسره کېدل او داسې انګېرله، چې ټول افغانان زما شخصي مزدوران او افغانستان يوازې زما شخصي ملکيت دی، څه چې زه وايم هغه سم او رښتيا دي او بايد ومنل شي او د نورو ټولو افغانانو خبرو ته بايد هېڅ ارزښت ور نه کړل شي.
د دواړو کانديدانو ترمنځ دا لانجه وخت په وخت اوږدېده او ورو ورو داسې جوتېده ، چې د يوه کانديد له خوا مخالفت، د ټاکنو نه منل او د مظاهرو لړۍ تر ډېره دوام د امريکا طرحه شوې پروژه وې، څو له دوی ته د مرستې غوښتنې لاسونه اوږده شي او دوی په کې په مسقيمه توګه خپل طرح شوې پلانونه عملي کړي، چې له بده مرغه همداسې وشول او همداسې به ځکه کېدل، چې د افغانستان د حکومت، د اردو، پوليسو، امنيت او د ټاکنو کميسيون او د ټاکنو پروسې ټول لګښتونه د امريکې له خوا ورکول کېږي.
د قدرت د نيولو لپاره دواړو کانديدانو د هېچا خبرو ته نه غوږ کېښوده او نه يې پرې غوږ ګراوه، خو کله چې د امريکې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان پر خاوره قدمونه کېښودل، نو سمدلاسه دواړه کانديدان داسې ژر بدل شول، چې ځوانان او سپين ږېرې خو لا پرېږده، چې د هېواد ماشومان هم ورته هک پک شول، چې زموږ د راتلونکي ولسمشرۍ دعوه کوونکي د غلامۍ تر دې برېده رسېدلي دي، چې د بادار د نوکر د قدمونو له درزا سره يې د زړونو درزا ورته نذرانه کړه او هر څه به چې ويل له تعظيم سره به منل کېده. د دې ترڅنګ يوه کانديد خو دومره خوشحاله وه، چې نژدې يې په دې مطبوعاتي کنفرانس کې په نڅا زړه ښه تش کړی و، خو يوازې يې په دې بسنه وکړه، چې کله به د جان کيري لاسونه پورته پورته کول او کله به يې د مخالف کانديد، ته به وايي، د کرکټ نړيوال کپ يې ګټلی دی. هغه شيبه په افغانانو هم تېره شوه، چې ښاغلي جان کيري له دواړو کانديدانو سره په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې را څرګند شو او په ډېره لنډه موده کې دواړو کانديدانو يو بل ته غاړه غړۍ شول او د لاسونو پورته کولو نڅا ګډه شوه. د جان کيري لاسونه داسې پورته کېدل لکه چې د دې لوبې غوره لوبغاړی همدا وې. که په رېښتيا سره ځير شو نو د امريکې له خوا دغه جوړه شوې منفي لوبه، چې د ډيموکراسۍ او ټاکنو کپ په نامه افغانستان کې روانه ده، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله يوازې د فرعي لوبغاړو دنده ترسه کوله، د لوبې اصلي ګټونکی او غوره لوبغاړی خو د امريکې جان کيري و، چې دواړه فرعي لوبغاړي يې په يوه ګوته تاو را تاوړ کړل او داسې ونڅول، چې د مرګ ترپايه پورې به هم پوه نه شي، چې موږ څه وکړل؟ ښه که بد.
خو زما زړه په هغو خوارکيو افغانانو خوږېده، چې د ېوې داسې غربي پروسې لپاره چې په افغانيت هېڅ کې ځای نه لري هر راز سختۍ، ستونزې، کړاوونه وګالل. ګوتې يې پرې شوې، د مرګ ګواښونه يې وزغمل، د يوه او بل کانديد لپاره يې واړه ماشومان له تيغه تېر کړل، د کانديدانو په دې کشمکش کې خپلو خپلوانو هم يو پر بل د خولې له ګذارونو نيولې بيا د ټوپګ تر شپېلي پورې ونه سپمول، څو يو داسې څوک د هېواد راتلونکی ولسمشر شي، چې د افغانستان ټولې خواوې ورغوي، آبادي کړي. صلحه، امنيت، ورورولي او اخوت رامنځته کړي. مرور ورونه پخلا او په هېواد کې د اسلامي اصولو پر بنسټ قانون پلي کړي او هغه څوک بايد ولسمشر نه شي، چې د هېواد په ورانولو او د بې ګناه افغانانو په وژلو کې يې بې سارې ونډه اخيستي وي او تر خوا يې د افغانانو پر سرونو ميخ وهونکي، پر مړو نڅا کوونکي ولاړ وي.
خو له بده مرغه په يوه داسې هېواد کې، چې د دولت ټولې چارې يې د پرديو په ولکه کې وي او د دولت ټول لګښتونه د پرديو له لورې ورکول کېږي، نو څنګه کېدای شي، چې د انتخاباتو له لارې او د افغانانو په خوښه دې يو خپلواک، زړه سواند، پوه، مدبر، په دين، وطن او خلکو مين کس ولسمشرۍ ته ورسېږي.
دواړه کانديدان د جان کيري له قدمونو ځار شول او پخلا شول، خو چې کله جان کيري بيا له افغانستان څخه په هوا شو، نو بيا يې ترمنځ ناندرۍ راپيدا شوې. بيا غوغا جوړه شوه، اخ وډب رامنځته شو، يو پر بل د سوکانو ګذارونه او د کنځاوو او تورونو بمبارونه شروع شول، ته به وايي، دا لکه چې د جان کيري دم کړي چرګان وي. خو له بده مرغه د دوی ترمنځ دا ناندرۍ پسې اوږدېدله، څو چې يو ځل بيا د مريدانو پير پر کابل خپلې وزرې وغوړولې او قدمونه يې پر دې خاوره کېښودل. دا ځل بيا هم سمدلاسه سره پخلا شول، تړونونه لاسليک او موافقې ترسره شوې، راتلونکی حکومت د جان کيري پير له خوا پر دواړو کانديدانو داسې وويشل شو، لکه سوالګر او بې وزله چې د يوې مؤسسې وره ته د يوې روپۍ لپاره شيبې شماري.
تر ټولو حيرانوونکي دا ده، چې د انتخاباتو پايلې لا معلومې شوې نه وې، د خلکو رايې لا شمېرل شوې نه وې، د اوو ميليونو افغانانو منډې ترړې او رايې، د بلا لګښتونو سره انتخابات دا هر څه بې معنی شول. د اوو ميليونو افغانانو ارزښت له خاورو سره خاورې شو، خو جان کيري د اوو ميليونو افغانانو څخه په تله کې ډېر دروند وخته او آن زموږ د راتلونکي ولسمشرۍ دعوه کوونکو قاضي القضات هم شو. ښاغلی جان کيري زموږ دواړو کانديدانو ته ښه او بد ورښيي. حرام او حلال ورښيي، تور او سپين ورښيي او دغه راز دوست او دښمن ورښيي، څو راتلونکی ولسمشر په راتلونکي حکومت کې له دې عظيمو او برکتناکو مشورو څخه ګټه پورته کړي.
تر دې مهاله چې دا مقاله ليکم، د دواړو کانديدانو ترمنځ د قدرت او واک پر سر ناندرۍ روانې دي. د رايو تفتيش هسې د رسنيو لپاره د خبر جوړولو يوه وسيله ګرځېدلې ده، کنه نور ټول د جان کيري پير کار دی، چې راتلونکی حکومت بايد څنګه جوړ شي؟ او څوک څوک په کې موجود وي؟
 اوس زه له ټولو افغانانو او هغو کسانو څخه چې د ډيموکراسۍ تر ټولو مهم اصل ( انتخابات) په پروسه کې خولې تر ستونې وشکولې، لاسونه او پښې يې تڼاکې کړې، په خپلو کې مو سره وښکنځل او ووهل او آن يو او بل مو د ټوپک په مرميو سوري کړل. تاسې مهرباني وکړئ يو څو شيبې د يوه بې طرفه افغان مسلمان په توګه فکر وکړئ او بيا ځواب راکړئ، چې ستاسې رايې څه شوې؟ ستاسې خپلواکي څه شوه؟ ستاسې ارزښت څه شو؟ ستاسې ملي انتخابات څه شول؟ تاسو چې له غرب څخه راغلې پروسه ( انتخابات) مو ملي ګڼله، په رېښتيا هم ملي وه؟ آيا اووه ميليونه افغانان غوره شول که جان کيري؟ مهرباني وکړئ يو څو شيبې ښه په ځېر سره د يوه خپلواک افغان په توګه فکر وکړئ او هغه شيبه مو څو وارې په خپل ذهن کې تېره راتېره کړئ، چې ښاغلی جان کيري له دواړو کانديدانو سره هم په لومړي او هم په دويم ځل په مطبوعاتي کنفرانسونو کې راښکاره شو او څه وشول؟ ښاغلي جان کيري څه وکړل؟ د يوه خپلواک افغان په توګه يې وتلئ او بيا پرې قضاوت وکړئ