آزادي لاسته راوړل او ساتل یې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60969
محمد عارف رسولي
دخبریدو نیټه : 2014-08-25


 پرون شپه مې په فسبوک کې خپلو دوستانو او هیوادوالو ته د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ مه کلیزه مبارکي وویله. خو یو دردیدلي افغان ورور ورباندې اعتراض وکړ چې موږ کله آزادي لرو. خدای شته زه هم خپه او په دې فکر کې شوم چې موږ څومره د آزادي په مفهوم، د هغې د لاسته راوړلو او ساتلو په لارو چارور پوهیږو. اوهم مې وپتیله چه پدې هکله یو څه ولیکم او که مکمکنه وه له ځینو هیوادوالو سره یې شریکه کړم. دا به نصیحت نه وي خو هیله مې داده او کیدای شي د موضوع په اړه به مو ژور سوچ ته وهڅوي او که دا کار وشو نو زما دلیکنې موخه به پوره شي. خو لمړئ باید ځان پوه کړو چې دیوه ملت آزادي او استقلال په نن زمانه کې څه مفهوم لري.
د آزادۍ پیژندنه
 لمړئ، آزادي د یو ملت، ملک او یا دولت هغه حالت دئ په کوم چې د هغه اوسیدونکي او نفوس، یا یوه برخه یې، خپلواک حکومت ولري. دویم، آزادي هغه حالت دئ چې له وابستګۍ، تهدید او یا کنترول څخه خلاص وي. سیاسي استقلال د یوه ملت کیدو یو عنصر او خاصیت دئ.
که دې او نورو تعریفونو ته ښه ځیر شو نو ګورو چې وابستګي، تهدید او کنترول د واقعي آزادۍ له مفهوم سره په ټکر کې راځي. خو یو تریخ حقیقت دادئ چې که وګورو دنړۍ ډېر بیوزله هیوادونه په یوه او بله توګه له وابستګۍ څخه ځان نشي ژغورلئ. که وګورو نو غټ غټ ملکونه له خورا غټ نظامي قوت سره بیا هم په نورو ملکونو سخته وابستګي لري او آزادي یې تکمیله نده. آیا دوی پوره آزاد دي او که نه یو بیل بحث دئ او بیله څیړنه غواړي.
په لمړي نظر خو که ملتونه په خپله خوښه د خپلو ګټو د خوندې کولو لپاره له هر بیروني ملک سره په آزاده توګه هرډول سیاسي، اقتصادي، ستراتیژیکي اړیکې ټینګې کړئ شی، په بین المللی سازمانونو او په خارجي هیوادونو کې خپل استازي ولري او په ملی او په بین المللی قضایاوو کې د خپل ضمیر او ګټو سره سم موقف ونیولئ شی نوویل کیږي چې دا ملک آزاد دئ. کله کله خو ډېرو قوي ملکونو ترجنګو وروسته یو څه له لاسه ورکړي لکه جاپان او جرمني چې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته فیصله وشوه چې دوي اتومي توان نشی درلودلاي خو بیا پیاوړي اقتصادي او سیاسي ملکونه دي. دا د تاریخ ترخه واقعیتونه دي ملتونه باید ښه ورباندې پوه شي او ځان ته لاره وباسي.
همدا رنګه په داخلي کچه که د یو ملت هر یو انسان او یا دیوې ټولنې خلک په ډاډه توګه په یو ملک کې وکولای شي، د قانون په چوکاټ کې څه ووایي، سیاسي، کلتوري، هنري، رسانه ای، اقتصادي، دیني، ټولنیز او نور فعالیتونه وکولای شي نو ویل کیږي چې په دې ملک کې خلک آزادي لري.
آیا افغانستان آزادي لری؟
 که موږ وګورو افغانستان په ټولو نړیوالو سازمانونو او په ډېرو بهرنیو هیوادونو کې استازي لري، د یو حاکمیت لرونکي هیواد په توګه په رسمیت پیژندل شوئ دئ. په ډېرو بین المللی قضایاوو کې افغانستان خپل مستقل دریځ نیسي لکه د اکراین او فلسطین په قضیه کې. همدارنګه له نورو مهمو هیوادونو سره لکه ایران، چین، روسیې او نورو ملکونو سره دخپلو منافعو له نظره چال چلند کوي. د خپل ملک په داخلي سطح زموږ حکومت او دولت په مستقله توګه فیصلې کوي، قوانین جوړوي او پلي کوي یې. خو له بلې خوا د ملل متحد د پریکړې له مخې بهرنیو هیوادونو او په تیره بیا دناتو ملکونو زموږ په ملک کې د قوې استعمال حق هم ځان ته ورکړئ دئ او ګورو چې تر حقه هم تیرئ کوي. ګاونډي ملکونه خو ان زموږ په خارجي روابطو او زموږ د اردو په کمیت له نړیوالو سره ځان د بحث ګډونوال بولي. خو په اصل کې له جنګونو وروسته ملکونه خپلې ستونزې پخپله نشی حل کولای نو اصلی ستونزه په شخړو کې ده چې دملکونو نهادوه له پښو غورځوي او نورو ته یې اړ کوي. که د هیواد د سږکال ټاکنو ته وګورو نو زموږ ملک ونشو کولای چې خپلې وړۍ په خپله شړۍ کړو او د نورو منځګړتوت ته اړتیا شوه. زموږ هوایی حریم د ناتو په لاس کې دئ او زر ده چې افغان دولت ته وسپارل شي. دا پورته شیان نو په طبیعي ډول زموږ آزادي تر سوال لاندې راولي او نیمګړي کوي یې.
آیا د اسد ۲۸ د استقلال د ورځې په توګه ونمانځو؟
 که شرایط اجازه راکړي په ډېر درز یې باید ونمانځو. لمړی خو د ګوتو په شمار تریوڅو مزدور صفته کسانو وراخوا دا ورځ دټولو افغانانو لپاره د هیواد د استقلال د ګټلو ورځ وه او اوس هم ده. که يې ونمانځو تاوان نلري خو ډېرې ګټې لري اوپه ګټو یې هغه څوک پوهیږي چې د تاریخ، دتاریخ د فلسفې او دملتونو په وده او پرمختګ کې دهغوی په رول پوهیږي او له هیواد او له خپل تاریخ سره مینه لري. نمانځل یې د خپلواکي د معرکې، جهاد او غزا او د هغو د شهیدانو او غازیانو روح ته د دعا استول، له هغو واقعاتو او قربانیو درس اخیستل او زده کړه کول ښودلای شو. همدارنګه د نوې نسل لپاره د هیواد، دین او ناموس د ساتلو په لاره کې د قربانیو ورکولو د جذباتو اوددرس ورکول هم دئ. دهیواد د تاریخ دیوې مهمې پیښې په توګه د هغې او نورو ورته پیښو او ورځو د یاد ساتل یو ملي او دولتي مسؤلیت دئ. البته ځینې خرڅ شوي، جاهل او ناپوه کسان یې شاید په حق کې نه وی اویا به ورسره مخالفت لری خو دابه لږوي او هیڅ اهمیت نلري.
یوڅو مثالونه
 د روښانتیا لپره یو څو مثالونه ذکر کوم. تاسو منی چې موږ د داود خان په وخت کې پوره آزادي درلوده. البته ستونزې به وې خو تراوس حالت ښه وه. دلته د آزادۍ د مفهوم پوهیدو لپاره یو څو مثالونه راوړم. د داود خان د زمانې ماته یوه کس چه هغه وخت یې په دولتی اداره کې کار کاوه یوه کیسه وکړه. او هغه دا چې کله چې داود خان د خپل ریاست جمهورۍ په وخت کې مسکو ته په یو حکومتي سفر تللئ وو نو بریژنف ورته ډېر امر او نهې کړې وو او ورته ویلي یې وو چې دا او هغه ملک دې د افغانستان په کومه ساحه کې دا اوهغه نکوي. داود خان خو د یوه مستقل هیواد رئیس جمهور او ښه مستقل مزاجه، باتور او قوی شخصیت وو. نو د برژنف داخبرې یې ځان ته توهین بللې وې او ورته ویلي یې وو چې ته دیو مستقل ملک له قانوني جمهور رئیس سره خبرې کوې نو داسې ولې وایې او نور.... خو برژنف د هغه د استقلال غوښتنې په هکله ورته ډېر په غوسه شوئ وو او ورته ویلې یې وو چې د خپلو خبرو بیه به ورکړې. وایي داود خان مرحوم چې کله په الوتکه کې د هیواد په لور سپور شو نو فکر یې خورا خراب وو او یوه ملګري ته يې وویل چې برژنف ډېر په غوصه شو.... همداسې وشول، داود خان بیه ورکړه او د هغه شهید برخلیک ټولو ته معلوم دئ. داچې داود خان په هغه وخت کې څه وکړل، څه یې باید کړي وئ او څه یې باید نه وئ کړئ دا به تاریخ اوقضاوت ته یې پرېږدو. دسم قضاوت لپاره پوره څیړنې، دقت او پوره اسنادو او پوهې ته اړتیا ده او دلته د بحث وړ نه ده. په لنډ ډول دا ځکه وشول چې افغان دولت شوروي ته احتیاج وو او ورباندې متکی وو که په ظاهره خو یې آزادي درلوده خو دهغه پورته تعریف په بنسټ هغه آزادي مکمله نه وه او ډېره وابستګي ورسره وه. په هغه وخت کې هم زموږ ډېر نظامي تجهیزات او مرستې له شوروي څخه تمویلیدل، زموږ د اردو صاحبمیصبان او نور دولتی اراکین په شوروی کې تربیه کیدل او دولت ورباندې تکیه کوله. همدارنګه د روسانو د اشغال په وخت چې څه شوي او موږ څومره آزادي درلوده ټولو ته معلومه ده ویلو ته یې په دې لیکنه کې ځای نشته.
رابشو د مجاهدینو او مهاجرت خوا ته چې په ګاونډیو هیوادونو کې دا اوس هم ډېر افغانان مهاجرین د خلکو د مزدور او بلکه په ځینو حالاتوکې لکه د غلام په شکل د بیوزلۍ په اثر په چوپړ لګیادي. همدارنګه کله به چې زموږ ټول جهادي مشران دیوه کرنیل په واسطه راټول شول او امر او نهې به یې ورته کوله، تنظیمونه به یې راجوړول او لغوه کول به یې. همدارنګه ټولو ته خورا روښانه ده چې د پیښور په ګورنر هاوس کې یې زموږ لپاره څنګه حکومت جوړ کړ چې تراوسه یې لمبې بلیږي او د نفاق او داخلي جنګونو یوه تومنه شوه. که افغانان په خود رانشي نو دابه مو حال وي او حتی خدای مکړه یوالبتر به وي.
همدارنګه، په اوسنۍ څه باندې یوه لسیزه کې د نړيوالو دمرستو سره سره دهغوی هغه چلند چې زموږ برحال ولسمشر یې د ستیج په سر په چیغو په ژړا کړ او اوس خپله دوی هم څه ناڅه ورباندې اعتراف کوی زموږ لپاره کومه نوې خبره نده. په رښتیا سره د روسانو له وخته تراوسه قاعده همغه یوه ده او څه ناڅه هرچیرې د تطبیق وړ ده. دا قاعده داده چې که کومه ټولنه او ملت په ځان کې وړتیا، د مسؤلیت احساس، دملت کیدو لپاره بلوغ ‎او دخپلو ستونزو د حل لپاره خپلې لارې ونه درلودې بل څوک که ورسره مرسته کوي نو نیمګړې به وي، په ځان پورې به یې تړي او خامخا به ېې آزادي او استقلال تر سوال لاندې راځي.
دآزادۍ په هکله باید یو اصل ومنو چې که موږ له ځانه او يوبل نه پوښتو او غور کوو چې موږپه تیرو لسیزو کې آزادي درلوده او که نه، اوس یې لرو او که څنګه بد کار ندئ. خو اړینه داده چې ټول ملت ځان ښه پوه کړي چې داوسنۍ زمانې له شرایطو سره سم په راتلونکي کې د خپلې آزادۍ دخوندي کولو او ساتلو لپاره موږ ته څه کول په کاردي. اصلی ویره داده چې زموږ ډیرئ خلک او حتی ځینې مشران اوس هم آزادي، د هغې لاسته راوړل او ساتلو ته له ډېرو زړو عینکو ګوري. له دوی خو داصالت او عمل ترمنځ لاره ورکه ده او ترڅو چې لاره مومي وخت به تیر وي، حالت به بدل وي اونسل به بیخي بل ډول څه غواړي. خو افسوس هغوی ډېر دې ته ندي ځیر او اړم دي خپله خبره یې منلې ده. او ځینې نور خو آزادی تنها دې ته وايي چې ددوی په قول په هرډول چې وی خپلې غوښتنې په ټول ملت ومني. که هر ګوند، تحریک او کوم مشر په دې غور نه کاوه چې پنځه کاله او لس کاله وروسته به زموږ خلک او زموږ نوې نسل په څه حالت کې، او څه کول په کاردي، له کومې برنامې او لورئ لید سره چې هغوی په څه حالت کې وي نو دخپلې ناکامۍ نسخه یې پخپله لیکلي او هیڅ هم نشی کولای. که دا سیي نه وای نو الله تعالی به د یوسف علیه السلام د ښه پلان د موفقیت قصه په قرآن کې نه کوله. قرآني قیصی خو د همدې لپاره دي چې موږ ورڅخه زده کړو.
بیا هغه د جاپانیانو خبره شوه چې له دوهمې نړيوالې چګړې وروسته لمړئ هغوي خپلو تیروتنو ته ځیر شول او څه چې نورو ورباندې کړي ول وخت يې ورباندې ضایع نکړ. موږ هم باید ډېره پاملرنه له نورو څخه د واویلا په ځاي په خپل ځان او دخپلو کړو وړو په هکله متمرکز کړو. خپل ګریوان ته سر کړو او د افرادو، ټولنې او ملت په توګه له ځانه وپوښتو چې په اصل کې څوک باید مسؤلیت واخلي. که موږ هرڅومره واویلا وکړو چې نور ملامت دي، موږ آزادي نلرو، لافې ووهوچې داسې کوو اوهسې کوو نو هغه بیروني به په موږ خاندي. دا پورته خلکو چې له موږ سره څه کړي دي علت یې دا وو چې موږ دې خلکو ته محتاج وو او یا مو ځان ورته احتیاج بللئ وو. په اصل کې علت او معلول په خپله موږ او زموږ بیوزلي، بې اتفاقي او په ځان نه وو. ټول خارجیان خپلې ګټې لري او ډېر خو په روښانه وایي چې هغوی ته ترهرڅه خپلې ګټې ګرانې دي.
پایله
 له دې ټولو څخه دې پایلې ته رسیږو چې خپلواکي ګټل او ساتل یې یوازې په جنګ نه کیږي. د آزادۍ جنګونه ډېرو ملتونو کړي، ځینې ورڅخه بریالی راوتي او د ځینو څخه چې هدف ورک شوې، په غلطه روان شوي دخپل ملک د سالمیت ترڅنګ یې ډېر څه له لاسه ورکړي دي. په واقعي معنا آزادي ګټل او ساتل نو علم، پوهه، اقتصاد، ښه دولت، ښه باسواده خلک، ښه اتحاد، ملي غرور، ملي افتخارات، روڼ تاریخ، د آزادۍ خوښوونکي ذهنونه او هو کله کله دیو څه وخت لپاره جنګ هم غواړي. که زموږ ملت او خلک په رښتیا آزادي غواړي نو د آزادو ملتونو او خلکو کرکتر او خاصیتونه په ځان کې باید پیدا کړو