زمبابوې له چین سره اقتصادي اړیکې پراخوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60980
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

د زمبابوې ولسمشر هڅه کوي چینايي پانګوال په خپل هېواد کې پانګونې ته وهڅوي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې رابرټ موګابې چین ته د سفر پر مهال د چین د ولسمشر له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی. د چین ولسمشر موګابې د افریقا مخکښ ازادي غوښتونکی بللی دی. موګابې چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د زمبابوې ولسمشر شوی هڅه کوي د هېواد ویجاړ شوی اقتصاد یې پر پښو ودروي؛ خو تر اوسه نه دی توانېدلی په دې برخه کې پام وړ کار وکړي. موګابې په چین کې د خبرو پر مهال پر اقتصادي اړیکو د ټینګار په ترڅ کې ویلي موږ چمتو یو له چین سره اړیکو ته دوام ورکړو تر څو د دواړو هېوادو اقتصادونه پياوړي شي. ده دغه راز یادونه کړې چې له چین سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د زمبابوې په ګټه ده. دا درېیم ځل دی چې موګابې د زمبابوې ولسمشر په توګه چین ته سفر کوي.