په خوست کې له وزيرستاني کډوالو سره مرسته وشوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60985
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

په استراليا هېواد کې مېشتو افغانانو په خوست ولايت کې له مېشتو يو شمېر وزيرستاني کډوالو سره نغدي مرسته وکړه.د دغې نغدي مرستې د وېش مسوول ولي ګل مخلص وويل، چې ياده مرسته د استراليا هېواد په مېلبورن ښار کې د کونړ، ننګرهار، خوست او د يو شمېر نورو ولايتونو له مېشتو افغانانو څخه راټوله شوې وه.نوموړي وويل، ياده نغدي مرسته په خوست کې پر وزيرستاني کډوالو د مرستو د وېش لپاره د ټاکل شوي کمېسيون له لوري پر ۱۶۰ کورنيو ووېشل شوه او هرې کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې.د ياد کمېسيون يوتن غړي او د خوست د حقوقو رييس مولوي بورجان وويل، چې له استراليا څخه رالېږل شوې نغدي مرسته يې پر هغو وزيرستاني کډوالو ووېشله، چې اقتصادي حالت يې ډېر کمزوری دی.