د دواب ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60991
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو چارواکي وايي، چې د نورستان ولايت د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې جګړه ييز او چاڼيز عمليات پيل کړي دي. د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي وايي، چې نن سهار د افغان ګډو ځواکونو له لوري د نورستان د دواب ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه عمليات پيل شوي دي. دى وايي چې دا مهال د دواب ولسوالۍ له څلور کليو څخه وسله وال په شا تمبول شوي او عمليات دوام لري. د نوموړي په وينا، عمليات کوونکي ځواکونه به د وسله والو د ځپلو ترڅنګ ډېر ژر دواب ولسوالي په خپله ولکه کې راولي. همداراز د يوه بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې كومانډويي ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه طالب قوماندانان وژل شوي او د لسو شکمنو کسانو په ګډون يې دېرش تنه وسله وال ژوندي نيولي دي.