د زابل مرستيالي وايي ، چې په بلخ کې د شمشاد تلويزيون د محلي دستګا او نشراتي وسايلو سوځول د ډيموکراسۍ پر مهم اصل ( بيان ازادي ) باندي بريد دی .
د بلخ د مرکز مزار شريف دپاره د شمشاد د نړيوال راډيو ټلويزيون د محلي نشراتو وسايل او دستګا وړمه شپه ناپيژاندو کسانو سوځولي او په بشپړ ډول يې وران کړي دي .
د هيواد د نورو سيمو تر څنګ د کندهار ، ارزګان او هلمند ولايتونو په ګډون د زابل ولايتي ادارې هم دغه کړنه وغندل .
مرستيال والي محمدجان رسوليار وايې ، چې د بيان د ازادۍ د تيرو ديارلسو کلنو لاسته راوړنو ته په کتو سره بايد جدي پلټني وسي او د پيښي عاملين د عدالت ميز ته را کش کړل سي .
محمدجان رسوليار وايې ، چې د شمشاد پر نشراتي وسايلو د بريد په اړه سخت خواشيني دي او هيله ښيي ، چې ځايي اداره ډير ژر د پښي عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يي وسپاري .