پرون د نارنج ماڼۍ تاريخي سيمه کيندل سوې او ورانه سوې ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60994
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-08-27


د ملاشال د تاريخي مسجد تر نړيدو  او د نادرافشار د تاريخي کلا  تر کيندلو وروسته تيره د کندهار د نارنح ماڼۍ کيندل سوې ده او پوليسو يې دوه تنه  د تړاو په تور نيولي دي .
دا دواړه تنه ګل اغا  د شيرين زوی او محمد عمر د محمد اکبر زوی  نوميږي .
نوموړو تيره ورځ د کندهار په زاړه ښار کي تاريخي کلا ( نارنج ماڼۍ ) کيندله ، چې پوليس په خبر سوې او دواړه يې نيولي دي .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو مدير احمدقيس پيرعلي د ماڼۍ د کيندني تايد کوي او وايې ، چې  نيول سوي کسان تر تحقيقاتو لاندي دي .
دوي مياشتي مخکي هم دا ماڼۍ کيندل سوي وه او تاريخي توکي تري را ايستل سوي وه  ، د رواني يوي مياشتي پر مهال ملاشال احمدشاهي مسجد له بيخه وکښل او د نادرافشار کلا د  پاتي برخي يوه برخه ورانه سوه  .