د امریکا سفیر: د دواړو نوماندانو پلویانو درغلۍ کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60996
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-28

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر جېمز بي کنینګم وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دواړو خواوو درغلي کړې ده. د امریکا سفیر له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې درغلي د دواړو کاندیدانو پلویانو کړې داسي نه ده چې یوې خوا کړې وي او بلې نه وي کړې. کنینګم په دې اړه چې څرنګه پوهېږي چې دواړو خواوو درغلي کړې ده، وویل:«موږ له مختلفو منابعو او له راز راز شواهدو پوهېږو. خو په دې نه پوهېږو چې څومره درغلي یې کړې ده. د دواړو خواوو په اړه ادعا کېږي او پرې تور دی خو زه په دې موقعیت نه یم چې په دې باب کې قضاوت وکړم.»د امریکا سفیر یو ځل پيا ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر باید له قانوني او مشروع لارې وټاکل شي او ګواښ یې کړی چې امریکا به د غیرې قانوني حکومت ملاتړ و نه کړي.