ملګرو ملتونو د ډاکټر عبدالله له ټيم څخه غوښتي تر څو بېرته د څېړنې له بهیر سره يوځاى شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60997
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-28

ملګرو ملتونو له ټاکنیز بهیر سره د عبدالله عبدالله د ټیم پرېکون غیرې منصفانه بللی دی. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال نیکولاس هیسم ویلي ملګري ملتونه غواړي چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د ټاکنو له لړۍ سره بېرته يو ځاى شي، که دوى چېرې فزيکي شتون ونه لري، نو کم تر کمه له دې لړۍ څخه بايد ملاتړ وکړي، ترڅو قانوني پړاوونه پر خپل وخت بشپړ شي. ده ويلي چې د ملي يووالي د حکومت رامنځته کول، د اوسنيو ستونزو لپاره يوازينۍ حل لاره ده. هغه وايي ملګرو ملتونو د رايو د باطلېدو له لړۍ څخه د وتلو په اړه د عبدالله د ټیم غوښتنو ته غوږ نيولی، خو نه غواړي چې يوې يوې ته يې ځواب ورکړو. ده زیاته کړې موږ ویلی شو چې د رايو د باطلېدو له لړۍ څخه د عبدالله عبدالله د ټيم وتل غيرمنصفانه دي.