یان کوبېش او سرتاج عزیز د افغانستان د ټاکنو په اړه خبرې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61000
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-28

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او ملي امنيت له سلاکار سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې يان کوبيش په يوه رسمي سفر اسلام اباد ته راغلى و. سرچينې زياته کړې، چې ددې سفر پر مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په بهرنيو او ملي امنيت چارو کې د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز سره وليدل . په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ليدنې پرمهال يان کوبيش سرتاج عزيز ته د افغانستان د ټاکنو او سياسي پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول او وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل. د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا په ډاګه کړې، چې يو با امنه افغانستان د پاکستان په ګټه دى. هغه زياته کړې، چې هېواد يې په افغانستان کې د نه لاسوهنې تګلاره لري او په دغه هېواد کې د ټاکنو د پروسې د پاى ته رسېدو او په ښه توګه د سياسي واک د لېږد ملاتړ کوي. سرتاج عزيز ويلي، چې په خپل وخت او په دموکراتيکه توګه د سياسي واک لېږد سره به افغانستان يو پياوړى او پرمختللى هېواد شي. سرچينې ويلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره هم ليدلي دي.