امریکا هیله ښودلې چې دواړه نوماندان به د بیا شمېرنې پایلې ومني

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61001
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-28

امريکا وايي ، دا له وخت څخه مخکې ده، چې د ټاکنو د بيا شمېرنې او پلټنې د پايلو په اړه څه ووايي، خو هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه کانديدان به پايله ومني.دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين پساکي په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.هغې زياته کړې : ((دواړو کانديدانو نه يواځې ژمنه کړې، چې د رايو د بياشمېرلو او پلټنو پايله به مني، بلکې د ټاکنو ګټوونکى به ولسمشر کېږي او سمدلاسه به يو ملي حکومت جوړوي.))د رايو د بيا شمېرنې له پروسې څخه د ډاکټر عبدالله د ټيم د وتلو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل ، چې څو اونۍ مخکې دواړو کانديدانو منلې وه، چې د ټاکنو پايلې به مني.د نوموړې په وينا، د رايو څېړنه او پلټنه نه ده بشپړه شوې، ملګرو ملتونو دا پروسه د نړيوالو څارونکو پر وړاندې روانه ساتلې ده.د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل ، چې دوى له دواړو ټيمونو سره په اړيکه کې دي ، په پروسه کې کله ټيټ او پاس راځي ، خو دا پروسه به پرمخ روانه وي.جين سپاکي وويل، چې که څه هم پرون د ډاکټر عبدالله ډلې خپل څارونکي نه وو ليږلي، خو ملګرو ملتونو د خپلو ناظرينو په شتون کې دغه پروسه پر مخ يوړه.