کېمرون له دواړو نوماندانو سره تلفوني خبرې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61004
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-28

د برېتانیا لومړي وزیر د ولسمشرۍ پر افغان کاندیدانو غږ کړی چې د امریکا په منځګړیتوب د شوې هوکړې له مخې د ټاکنیز بهیر پایلې ومني. کېمرون چې پرون یې له اشرف غني احمدزي او عبدالله سره پر تلفون خبرې کړې ویلي کاندیدان باید د هغه کړنلارې له مخې پر مخ ولاړ شي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړیتوب رامنځته شوې تر څو ژر تر ژره په افغانستان کې د ملي وحدت یو حکومت رامنځته شي. ده هیله څرګنده کړې چې ټاکنیز بهیر به د ناټو تر سرمشریزې پورې پای ته ورسېږي او په دې توګه به نوی ولسمشر په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.