غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61011
انور کاکړ
دخبریدو نیټه : 2014-08-29


کوه احتیاط ، کوم احتیاط خلک خبري کوي
 دلته زموږ په ارتباط خلک خبري کوي
 دمیني لار دومره اسانه نه ده فکر کوه
 اوس خراب شوي دي حالات خلک خبري کوي
 چي ترینه وپوښتې الف او جیم به نه پیژني
 چي ورته کښینې په اسقاط خلک خبري کوي
 که دا عادت مو نه وو تل به ګاونډیو خوړو
 هسي زموږه په افراط خلک خبري کوي
 د نورو ژبو ترقۍ ته لاس تر زني نه یو
 نور په پښتو باندي به زیات خلک خبري کوي
( انوره ) ښکاري دهر چا تر غوږو ورسیده
 ستا په غزل باندي د سوات خلک خبري کوي